د ایتوپیا هوايي شرکت ۳۰۲ ډوله الوتکه نن سهار له ادیس ابابا څخه نیروبي ته پر لاره له الوتنې شپږ دقیقې وروسته ولوېده.
۱۵۷ کسان مړه شوي چې له ډلې یې ۳۲ کینیایان، ۱۸ کاناډایان، نهه ایتوپیایان، اته ایټالویان، اته چینایان، ۸ امریکایان، ۷ برتانویان، اووه فرانسویان، شپږ مصریان، پنځه هالنډیان، څلور هندیان، څلور د سلواکیا، درې اتریش، درې سویډن او درې روسان دي. دوه مراکشیان، دوه اسپانیایان، دوه پولنډیان او دوه اسراییلیان.
بلجیم، اندونیزیا، سومالیا، ناروې، سربیا، توګو، موزمبیق، روانډا، سوډان، یوګانډا او یمن هر یو په الوتکه کې یو یو تبعه سپاره وو.