خانکین، عراق -- د پولیسو سرچینې وايي، وسله والو په عراق کې د چهارشنبې په ورځ د ګرځندویانو پر بسونو ډزې وکړې، پنځه ایرانیان یې ووژل.
د کویت د پولیسو یوې سرچینې چې نوم یې نه دی اخیستی، د کویت خبري اژانس KUNA ته ویلي، بریدګرو د دیالا ولایت د خانقین ښار په امام ویس ولسوالۍ کې د درېیو منی بسونو پر کاروان برید وکړ.
سرچينې زياته کړې، چې په پېښه کې وژل شوي ټول ښځې دي او شل نور ټپيان دي، چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
KUNA وویل، دا برید په داسې حال کې شوی چې ایراني سیلانیان په نجف، کربلا، کوفه او سامرا کې د شیعه مذهبي زیارتونو لیدو لپاره عراق ته تللي وو.